د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مه نېټه د چين په شانګهای ښار کې پيل شوی او تر ۱۰مې نېټې پورې دوام لري.
په دغه نندارتون کې د لومړي ځل لپاره د ملي نندارتون د تنظيم ادارو لپاره د تبادلې غونډه تر سره شوه. د دغه نندارتون په ملي نندراتون کې ۷۳ هېوادونه او ۴ نړيوال سازمانونه برخه لري چې شمېر يې د تېر کال په پرتله زیات شوی دی. ۲۰ افريقايي هېوادونو په برياليتوب سره په دغه نندارتون کې خپل نندار ځايونه جوړ کړي چې يو نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
بهرنيو ميلمنو هيله ښودلې، چې په راتلونکې کې به د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي او د نړيوالې تبادلې او زده کړې، ورخلاصون او همکاريو د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.
د دغه نندراتون د سوداګرۍ او پانګونې کنفرانس د روانې مياشتې په ۹مه نېټه پای ته رسېدلی دی. څه باندې ۳۵۰۰ تصديو په انلاين او افلاين ډول په دغه کنفرانس کې ګډون کړی دی.
يادو تصديو د تجهيزاتو د توليد، خوراکو او کرنيزو توکو او مصرفي توکو په برخو کې له ۲۶۰ څخه زياتو همکاريو ته رسېدلې او د همکاریو اندازه له ۹ مليارډو او ۴۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو څخه زياته وه.