د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په نهمه نېټه د يوه قانوني سند په لاسليک د روسيې او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت يعنې ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ ((د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو تړون)) تصويب کړ.
پوتين د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون د تېر جون په نولسمه نېټه د ډيموکراتيکې کوريا په پلازمېنې پینګ یونګ کې ((د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو تړون)) لاسلیک کړی. د روسيې د استازو او مشرانو مجلسونو په جلا جلا توګه د اکتوبر په څلورويشتمه نېټه او د نومبر په شپږمه نېټه نوموړی تړون تصويب کړی دی.
په دغه تړون کې ټاکل شوي، چې د جګړو د مخنيوي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او امنيت د تامين لپاره د دواړو خواوو د سلامشورو پر بنسټ د دفاعي توان د پياوړتيا ګډ عملي نظام جوړ شوی دی.