ولې زياتو بهرنيو تصديو د چين نړيوال وارداتي نندارتون د خپلو نويو توليداتو د نندارې صحنه ټاکلې؟
CMG2024/11/10 15:18:53
شريکول:

د چين اووم نړيوال ورداتي نندارتون د چين په شانګهای ښار کې روان  دی. په دغه نندارتون کې د زياتو بهرنيو تصديو نوي توليدات په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شوي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د نوښتونو او همکاريو مهم ډګر بلل کيږي او په تېرو شپږو دورو کې نږدې ۲۵۰۰ نوي توليدات، ټېکنالوژۍ او خدمتونه پکې لومړنې نندارې ته وړاندې شوي او زياتو برخه والو تصديو په چين کې نوي دوکانونه او فابريکې او د څېړنې او انکشاف نوي مرکزونه جوړ کړي دي.

د چين په اووم نړيوال وارداتي نندارتون کې په لومړي ځل د نويو موادو نندار ځای ترتيب شوی او هلته له ۴۰۰ زيات نوي توليدات او يا ټېکنالوژۍ نندارې ته وړاندې شوې. د بېلګې په توګه، له غږ څخه د وتلي امواج يو ډول نوی سيسټم د  مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ له لارې ډاکټران توانوي، چې د ناروغانو په رګونو کې د ناروغۍ نښې وګوري، تر څو ډاکټران له دې لارې د عملياتو لا دقيق پلانونه جوړ کړي. که دغه سيسټم ژر استعمال ته وسپارل شي، ډېر ناروغان به ترې ګټې واخلي.

زياتو بهرنيو تصديو د چين نړيوال وارداتي نندارتون د خپلو نويو توليداتو د نندارې لومړنۍ صحنه انتخاب کړې. د دغه نندارتون جذابیت په څه کې دی؟

د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې د وارداتو په اصلي موضوع د هېواد په کچه لومړنی نندارتون دی او چيني بازار ته د نړۍ د نويو او باکيفيته توليداتو د ننوتلو لپاره يې ښه ډګر برابر کړی دی. په چين کې د جرمني تصدۍ کارخار (Karchar) مسوول تانګ شياو دونګ یوه خبریال ته ويلي، چې تصدۍ يې د چين نړيوال وارداتي نندارتون په اوو دورو کې ګډون کړی دی او هر کال يې په دغه نندارتون کې خپل نوي توليدات لومړنې نندارې ته وړاندې کړي دي. نوموړي زياته کړې، چې برنډ يې د دغه نندارتون له لارې شهرت او پرمختګ موندلی او په ۶ ورځني نندارتون کې د ګډون له لارې يې اوږدمهاله او دوامداره ګټې اخيستې دي.

د چين د نړيوال وارداتي نندارتون تر شا د چين لوی بازار دی، چې له يو ميليارډ او څلور سوو مليونو زيات نفوس لري او پکې څه باندې څلور سوه مليونه تنه منځنی عايد لرونکي شامل دي. دغه لوی بازار د نړۍ د نويو توليداتو او ټېکنالوژو لپاره د ازموينې ښه ډګر او هدف برابر کړی دی. د سينګاپور د صنعت او سوداګرۍ ټولنې اجراييوي مشر ګوه بينګ شون ويلي، دوی غواړي د چين د نړيوال وارداتي نندارتون له لارې ملګري ومومي او ورسره په ګډه د چين د لوی بازار په پرمختګ کې برخه ولري. د نوموړې ټولنې په تازه راپور کې راغلي، چې که څه هم نړيوال اقتصادي پرمختګ ورو شوی، خو په چين کې د سينګاپور د تصديو کارو بار ثابت دی او دغو تصديو له چيني بازار سره لوړه علاقه ساتلې.

چینایان د چاپېریال لپاره له نوښت سره مینه لري، په تېره بيا له تېرو لسګونو کلونو راهيسې، چين د ساينسي او ټېکنالوژيکو اصلاحاتو او د صنعتي بدلون فرصت نيولی کړی، د نوښت پر مټ يې د پرمختګ ستراتيژي عملي کړې او د بهرنيو تصديو لپاره يې د نوښت ښه چاپيريال برابر کړی دی. زياتو بهرنيو تصديو له تېرو څو کلونو راهيسې په چين کې څېړنیز او انکشافي مرکزونه جوړ کړي او د چين د وارداتي نندارتون په شمول د مختلفو ډګرونو له لارې يې نوښتونه موندلي او لاسته راوړنې يې لرلي دي.

هغه نوي توليدات، چې په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي، ښه ژوند ته د خلکو د تمې ښودنه کوي او هم يې د ورخلاصون او نوښت نښه څرګنده کړې ده.