د چين د هوايي او فضايي چارو پنځلسم نړيوال نندارتون پرانيستل شو
CMG2024/11/12 11:41:12
شريکول:

د چين د هوايي او فضايي چارو پنځلسم نړيوال نندارتون د نومبر په ۱۲مې نېټې د دغه هېواد د ګوانګ دونګ ولايت په جو های ښار کې پرانيستل شو، چې د نړۍ د ۴۷ هېوادونو او سيمو ۱۰۲۲ تصديو پکې ګډون کړی دی، چې د ګډونوالو بهرنيو تصديو شمېر يې د تېرې دورې په پرتله ۱۰۴٪ زياتوالی ښيي. دغه نندارتون ته روسيې، فرانسې، امريکې، سعودي عربستان او ايټاليې د خپلو شرکتونو ټولشموله پلاوي ليږلي.

د دغه نندارتون په ۱۳ نندارځايونو کې تر اوو موضوعاتو لاندې د نندارې حوزې ترتيب شوي او د کابو ۱۲۰ زرو متره مربع په پراخوالي حوزې د ودانيو په دننه کې ترتيب شوې، چې دا د لومړۍ دورې د مساحت له ۱۵ ځلو سره برابر دی.

په دغه نندارتون کې د ټيټې هوا د اقتصاد نندارځي، د سوداګريزو الوتکو نندارځي او د ملکي هوايي چلند نندارځي په شمول د اوو موضوعاتو نندارځي شامل دي او ډېر داسې تجهيزات پکې نندارې ته وړاندې شوي، چې د لوړې کچې ښکارندويي کوي.

په دغه نندارتون کې د سپوږمۍ د خاورې نمونې، چې د چانګ عه شپږمې اکتشافي دستګاه له خوا د سپوږمۍ له لرې مخ څخه تر لاسه شوي، هم نندارې ته وړاندې شوې دي.

عکسونه:

د سي ۹۲۹ (C929) لويې مسافر وړونکې الوتکې موډل ( دغه الوتکه په چين کې د څېړنې په حال کې ده.)

د چين اې سي ۳۳۲(AC332) ملکي چورلکه د الوت په حال کې ده.

د چين د باروړونکې فضايي الوتکې (( هاو لونګ )) موډل په دغه نندارتون کې په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شوی. 

د چين ډبليو ۵۰۰۰(W5000) باروړونکې الوتکه د نړۍ تر ټولو لويه باروړونکې الوتکه ده، چې د دغه هېواد له خوا ډيزاين او توليد شوې او په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې ده.

په نندارتون کې د نندارچيانو ګڼه ګوڼه