شي جين پينګ د سراسري جنوب د رسنيو فکري مرکزونو فورم ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2024/11/12 09:56:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۱مې نېټې د سراسري جنوب د رسنيو فکري مرکزونو فورم ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، اوسمهال د سراسري جنوب هېوادونه مخ په پياوړي کېدو دي او د انسانانو په پرمختيايي چارو کې ورځ تر بلې مهم رول لوبوي.

 چين د سراسري جنوب يو غړی او له پرمختيايي هېوادونو څخه يو دی، هيله لري چې د سراسري جنوب له نورو هېوادونو سره يو ځای رښتينی څواړخيزم پلی کړي او د نړۍ د څو قطبيز کېدو، د نړيوال اقتصاد د ټولشموله پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

د سراسري جنوب د رسنيو فکري مرکزونو فورم په همدې ورځ د برازيل په سن پاولو کې پرانيستل شو.