د جاپان نوي صدر اعظم اشيبا شيګېرو د نومبر د ۱۱مې نېټې په شپه نوې کابېنه جوړه کړې ده.
د جاپان حکومت پخوانۍ کابېنې د همدې ورځې په سهار غونډه ترسره کړې او غړو يې پکې ډله ييزه استعفا کړې ده.
د جاپان د پارلمان دوو مجلسونو د همدې ورځې په ماسپښين کې د رايګېرۍ له لارې اشيبا شيګېرو د دغه هېواد د ۱۰۳مې دورې صدراعظم په توګه ټاکلی او نوموړي سمدلاسه نوې کابېنه جوړه کړې ده.
په همدې شپه د جاپان په شاهي ماڼۍ کې د صدر اعظم د ټاکنې او د کابېنې د تائيد مراسم هم ترسره شوي دي.