د ايران ولسمشرۍ ماڼۍ د نومبر په ۱۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر مسعود پزشکيان تېره ورځ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره ټليفوني خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا هيله يې څرګنده کړې ده.
اعلاميه وايي، ولسمشر پزشکيان له محمد بن سلمان سره په خبرو کې هيله ښودلې، چې ایران او سعودي عربستان د مشرانو په لارښوونې په مختلفو ساحو کې دوه اړخيزې اړيکې ژورې او پراخې کړي.
د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د ايراني ولسمشر له ټليفون څخه مننه کړې، د سعودي عربستان او ايران اوسنۍ اړيکې يې په تاريخي بدلون کې بللي او د خپلمنځي اړيکو د لا غوړېدو هيله يې ښودلې ده.