د اوکراين د بېړنيو حالاتو ملي ادارې د نومبر په ۱۱مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د همدې ورځې په سهار وختي د اوکراين پر زاپورژيا او نيکولايف ښارونو د بېپيلوټه الوتکو بريدونه کړي او لږ تر لږه ۶ تنه يې وژلي دي.
د روسيې دفاع وزارت په همدې ورځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي، ځواکونو يې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د اوکراين ۴ توغندي شنډ او ۳۹ بېپيلوټه الوتکې غورځولې دي. د دې تر څنګ روسي ځواکونو د اوکراين د پوځي هوايي ډګر، د توغنديو فابريکې او ازمويښتي ډګر، د بېپيلوټه الوتکو فابريکې او زيرمتون، د سون موادو او وسلو د لېږد رالېږد مرکز په شمول پر څو مهمو ځايونو هم بريدونه کړي دي.
د يادې خبرپاڼې له مخې، روسي ځواکونو په همدې ورځ د اوکراين په خارکيف کې یو استوګنځای نيولی او ۵۳۰ اوکرايني پوځيان يې وژلي دي.