فلسطينیانو د نومبر په ۱۱مې نېټې د فلسطين په لوېديځې غاړې کې د پخواني ولسمشر محمد ياسر عرفات د مړينې ٢٠م تلين لمانځلی او يو لړ مراسم یې ترسره کړي دي.
سلګونو فلسطینیانو په رام الله ښار کې د عرفات د یادګار موزیم مخې ته راټول شوي وو او د فلسطین بیرغ او د عرفات عکسونه یې پورته کړي وو.
د فلسطین د ملي ازادۍ غورځنګ (فتح) مرستیال مشر محمود ارول يادو مراسمو ته وینا کې ويلي، چې فلسطينيان اوسمهال د اسرائیلو د دوامدار "تیري" له امله له سختو ستونزو او بې ساري "جنګي جنایت" سره مخامخ دي.
نوموړي ويلي، فلسطینیان به ملي یووالی وساتي او تر بري پورې به خپلو نه ستومانه کېدونکو کوښښونو ته دوام ورکړي.
په همدې ورځ د لوېدیځې غاړې په تلکرم، هبرون او نورو ځایونو کې هم د یاسر عرفات د شلم تلين په مناسبت مراسم ترسره شوي دي.