د کوريا ولسي ديموکراتيک جمهوريت مرکزي اژانس د نومبر په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د دولتي چارو کمېسيون مشر کيم جون اون د نومبر په ۱۱مې نېټې د دغه هېواد او روسيې ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو تړون لاسليک کړی دی.
نوموړي د روان کال په جون کې د ډيموکراتيکې کوريا په پلازمېنې پيونګ يانګ کې له خپل روسي سیال ولاديمير پوتين سره د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو پر سر هوکړې ته رسیدلی و.