چین او روسیې پر ستراتيژیک امنیت سلا مشورې وکړې
CMG2024/11/13 10:26:57
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د دې مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي د نومبر په ۱۲مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د روسیې د فدرالي امنیتي کنفرانس له سکرټر سیرګي شویګو سره د دواړو هېوادونو د ستراتيژيک امنیت د ۱۹مې ناستې مشري کړې ده.

دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ پر سترو ستراتيژيکو امنیتي مسئلو د نظریو ژورې تبادلې کړې دي.

وانګ يي يادې ناستې ته ويلي، چې د چین او روسیې د ستراتيژیک امنیت د مشورې میکانیزم دې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظریو پر بنسټ د امنیت او پرمختګ  د ستراتيژيکو او هراړخیزو موضوعاتو په اړه پياوړې سلا مشورې وکړي او خپلمنځي ستراتيژيک باور دې پر له پسې پياوړی کړي.

ښاغلي شویګو ویلي، روسیه غواړي له چین سره د مشرانو ګډې نظریې ښې تطبیق او دوه اړخیزې همکارۍ ورسره لا نږدې کړي، څو خپلمنځي اړیکې یې نورې هم ټينګې شي.