۲۰۲۴ کال ښايي د ځمکې پرمخ تر ټولو ګرم کال وي
CMG2024/11/13 10:18:07
شريکول:

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان د ملګرو ملتونو د کوپ يا د اقلیمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو د ۲۹مې غونډې پر مهال په یوه راپور کې ويلي، چې روان ۲۰۲۴م کال ښايي د ځمکې پرمخ د تر ټولو ګرم کال په توګه ثبت شي.

راپور وايي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ګردې نړۍ منځنۍ تودوخه د صنعتي انقلاب تر جریان مخکې په نسبت 1.54 سانتي ګرېډ لوړه شوې ده.

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان تېر ۲۰۲۳م کال تر ټولو ګرم کال نومولی و او ښايي روان ۲۰۲۴م کال له تېر ۲۰۲۳م کال نه هم ګرم وي.