سروې: چین به د اسیا او ارام سمندر همکاريو ته نوره هم وده ورکړي
CMG2024/11/13 12:47:26
شريکول:

سږ کال د ايپېک یا د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د جوړېدو له ۳۵مې کاليزې سره برابر دی.

چين ميډيا ګروپ په دې وروستيو کې یوه سروې ترسره کړې، چې ۸۶.۴٪ ګډونوالو یې د سيمه ييز اقتصاد په زياتوالي او د سيمه ييزې همکارۍ په ژورتيا کې د دغه سازمان د لاسته راوړنو ستاينه کړې او باور یې ښودلی، چې چين به د سيمې د تجارت او پانګونې د ازادۍ او اسانتیاوو کچه نوره هم لوړه کړي.

د اسيا او ارام سمندري سيمې د سوکالۍ او پرمختګ تاريخ ښيي، چې يوازې همکاري د پرمختګ لامل کېدای شي.

د سروې ۸۵.۲ سلنه ګډونوالو ویلي، چې د سیمې ټول هیوادونه دې څو اړخیزم او د اقتصاد نړیوال کېدو ته غاړه کېږدي او د پرانیستي اقتصاد او سیمه يیزو همکاریو لپاره دې يو چوکاټ رامنځته کړي.