بېجينګ د اسيا او ارام سمندر د سيمې د ګډ‌ برخليک ټولنې د ابادۍ هيله وښوده
CMG2024/11/13 16:37:53
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د نومبر په ۱۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې اسيا او د ارام سمندر سيمه د نړۍ د اقتصاد حياتي ځواک لري او په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې د انجين رول لوبوي.

نوموړي ويلي، د اسیا او ارام سمندر هېوادونو د زمانې د سولې او پرمختګ له جريان سره سم ګامونه پورته کړي او د ګروپونو له مقابلې او زيروـ سم لوبې سره يې ټينګ مخالفت ښودلی او د پام وړ پايلې یې ترلاسه کړي او د نړۍ په باثابته پرمختګ کې يې بسنټيز رول لوبولی دی.

لين جيان ويلي، چين به د اېپيک مشرانو د ۳۱مې غېر رسمي غونډې په رڼا کې پر څواړخيزم او پرانيستي ريجيوناليزم ( regionalism ) ټينګار وکړي او له نورو غړو سره به د ورخلاصون، ټولشموليت، نوښتي پرمختګ، پيوستون او همکارۍ، په بڼه د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.