د ايران او روسيې د بانکي تادياتو سيسټمونه رسماً سره ونښلول شول
CMG2024/11/13 10:34:40
شريکول:

د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد او روسيې د بانکي تادياتو سيسټمونه د نومبر په ۱۱مې نېټې رسماً نښلول شوي دي.

د روسیې او ایران د بانکي تادیاتو سیسټمونو نښلېدل دا مانا ورکوي، چې د دغو دوو هېوادونو اقتصادي همکارۍ له امريکايي ډالرو پرته پر لوري مهم ګام پورته کړی دی.

د ايران د مرکزي بانک مشر محمد رضا فرزين په شمول څو چارواکو په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمېنې تهران کې په اړوندو مراسمو کې ګډون کړی و.

خبر وايي، د روسیې او ایران د بانکي تادياتو سيسټمونو نښلول درې مرحلې لري. په لومړۍ مرحله کې يې ايرانيان په روسيه کې د ايران په بانکي کارډونو سره د روسيې په اې ټي ايم(ATM) ماشينونو کې روبل ترلاسه کولای شي. په دوهمه مرحله کې يې په ايران کې روسان د خپل هېواد په بانکي کارډونو د ايران په اې ټي اېم(ATM) ماشينونو کې ايراني ريال ترلاسه کولای شي او په درېيمه مرحله کې به يې ايرانيان د خپل هېواد په بانکي کارډونو د روسيې په دکانونو کې توکي اخيستلای شي.