د پاریس سوله ییز فورم کې د نړیوالې ادارې پر موثریت بحث شوی
CMG2024/11/13 10:35:26
شريکول:

د پاریس ۷م سوله ییز فورم د نومبر په ۱۱مې او ۱۲مې نېټې د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې (نړیواله اداره اغېزمن نظام ته اړتیا لري) په عنوان ترسره شو.

د فورم ګډونوالو د سیمې پر ترینګلي سیاسي وضعیت، اقلیمي بدلون، ځیرکې ادارې او د افریقا د کرنیزو چارو په شمول پر ځینو موضوعاتو بحثونه کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو پخواني مرستیالې وزیرې فو ینګ د یو پلاوي په مشرۍ په دغه فورم کې ګډون کړی و او ترڅنګ يې پر نړۍ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د اغېزې فرعي فورم ته وینا کړې ده.

نوموړې ويلي، چینایان پر دې اند دي، چې اغېزمن نړیوال نظم باید د ملګرو ملتونو په مرکزيت یو سیاسي، مقرراتي او اقتصادي نظم وي او په وينا يې، لوېديځ هېوادونه په سیاسي او امنیتي برخو کې نور هېوادونه ځپي.

فو ینګ پر نړۍ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو اغېزو ته په کتو، کلیدي موضوع دا یاده کړې، چې ایا واشنګټن به په لوېديځ نظم کې نیمګړتیاوې پوره کړي او که نه، همداسې به پر نړیوال نظم ویجاړونکو عملونو ته دوام ورکړي.