حوثي وسله والو د امریکا پر بېړيو بریدونه کړي
CMG2024/11/13 10:42:50
شريکول:

حوثي وسله والو په عربي سمندر او سور سمندرګي کې د امریکا پر یوې الوتکې وړونکې بېړۍ او دوو مخربو بېړيو بریدونه کړي دي.

د حوثي وسله والو ډلې ویاند يحيې سريع د نومبر په ۱۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې وسله والو کسانو یې په عربي سمندر کې د امریکايي ځواک د (ابراهم) الوتکې وړونکې بېړۍ(USS Abraham Lincoln CVN-72)او په سور سمندرګي کې د امریکايي ځواک پر دوو مخربو بېړیو د توغنديو او بې وړونکو الوتکو بریدونه کړي دي.

نوموړي ويلي، دغه بریدونه يې پر يمن د امریکا او بریتانیا د تیري په غبرګون او د فلسطین او لبنان له خلکو څخه د ملاتړ په پار کړي دي.

په اعلاميې کې د بريد دقیق وخت نه دی یاد شوی.