کوپ ۲۹ د پاريس تړون په ۶مې مادې کې کليدي پرمختګ موندلی
CMG2024/11/14 10:08:04
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۹مې غونډې (COP29) لومړي مرکچي يارچين لافيف د نومبر په ۱۲مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د ياد تړون لاسليکوونکو تېره ورځ د کاربن نړيوال بازار څو کلن رکود مات کړی او د پاريس تړون د ۶مې مادې په اړوندو مذاکراتو کې يې کليدي پرمختګ موندلی دی.

نوموړي په همدې ورځ يوې خبري ناستې ته ويلي، تېره مياشت د اذربايجان په پلازمېنې باکو کې د پاريس تړون د ۶مې مادې د څلورم جز د څار ارګانونو غونډه ترسره شوه، چې پکې په نړيوالې ټولنې کې د کاربن کريډېټ پروژې د روانېدو معيار وړاندې شوی دی.

د يارچين لافيف په وينا، د تړون لاسليکوونکي د نومبر په ۱۱مې نېټې د کاربن کريډېټ معيار او د دغه معيار د تازه کېدو ميکانيزم په اړه موافقې ته رسېدلي او د پاريس تړون د ۶مې مادې مذاکراتو کې يې يو مهم ګام پورته کړی دی.