د ترکيې ولسمشر رجيب تايب اردوغان د نومبر په ۱۳مې نېټې د ترکيې او اسرائيل ترمنځ د اړيکو پرېکون اعلان کړی او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو اړيکو د بيا پرمختګ په پار به هېڅ تدبيرونه ونه نيسي.
د ترکيې انادلو خبري اژانس په همدې ورځ خبر ورکړی، جې ولسمشر اردوغان له اذربايجان څخه ترکيې ته د ستنېدو پر مهال په الوتکې کې خبريالانو ته ويلي، حکومت يې له اسرائيل سره هېڅ اړيکې نه لري او په راتلونکې کې به د دغو اړيکو د بيا پرمختګ لپاره هېڅ کار ونه کړي.
ترکيې د روان کال په مې مياشت کې له اسرائيل سره صادرات او واردات بند اعلان کړل او لامل يې په غزې کې د اسرائيلي پوځي عملياتو په اثر د سيمې بشري بحرانونه بللي وو.