په پيرو او برازيل کې د چين او لاتيني امريکا د کلتوري تبادلو فعالیتونه ترسره شول
CMG2024/11/14 15:10:36
شريکول:

د چين او لاتيني امريکا ترمنځ د کلتوري تبادلو يو لړ فعاليتونه په دې وروستيو کې په پيرو او برازيل کې ترسره شوي او خپلمنځي تمدني تبادلې يې ژورې کړې دي.

د چین او لاتیني امریکا د ۲۰۲۴م کال تمدني ډیالوګ (تمدني ميراث او عصري پرمختګ) په عنوان د نومبر په ۶مې نېټې د پیرو په پلازمېنې لیما کې ترسره شو.

په دغه ډيالوګ کې د چين، پيرو، ارجنټاين په شمول د لاتيني امريکا د شاوخوا ۱۰ هېوادونو څه دپاسه ۱۵۰ سياسي شخصيتونو، کارپوهانو او سوداګرو ګډون کړی و او د چین او لاتیني امریکا ترمنځ د تمدني تبادلې د پياوړتيا، متقابلو زده کړو او همکاريو په اړه يې بحثونه کړي دي.

د مالوماتو له مخې، په همدې ورځ د چين د ويډيويي پروګرامونو(چينا ټایم) د مياشتني فعاليت د پيل مراسم هم په ليما کې ترسره شوي دي.

د چين او برازیل د انځورونو نندارتون ((ښکلی چين، ښکلی برازيل)) همدې مياشتې په ۱۱مې نېټې د برازيل په ريو دي جنيرو کې پرانېستل شو، چې د ډېرو نندارچيانو پاملرنه یې راجلب کړې ده.

د "چين- برازيل د ځوانانو د کېسو کنفرانس" د برازيل د ساو پاولو په پوهنتون کې ترسره شو، چې پکې د برازيل د سن پاولو پوهنتون څه دپاسه ٢٠٠ استادانو او محصلينو او د مختلفو ټولنو شخصيتونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلو او انساني تګ راتګ په اړه تاوده بحثونه کړي دي.