چين د ۱۰ ميليارډو يوانو په ارزښت د ملکي الوتکو د انجنونو سپارښتنه وګټله
CMG2024/11/14 15:46:09
شريکول:

د چين د هوايي انجنونو ګروپ د دغه هېواد د هوايي او فضايي چلند په نړيوال نندارتون کې له ۱۰ مشتريانو سره د ملکي الوتکو د ۱۵۰۰ انجنونو د پلور ابتدايي تړونونه لاسليک کړي، چې عمومي ارزښت يې له ۱۰ ميليارډو يوانو څخه پورته دی.

د مالوماتو له مخې، د چين د هوايي انجنونو ګروپ په ياد نندارتون کې د الوتکو د (CJ1000A)، تای هانګ او (AES100) څو ډوله انجنونه پلور او نندارې ته وړاندې کړي وو.