دینګ شوي شیانګ د کوپ ۲۹سرمشريزه کې ګډون وکړ
CMG2024/11/14 15:58:32
شريکول:

د شي جين پينګ ځانګړي استازي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوي شيانګ د نومبر په ۱۲مې او ۱۳مې نېټې د اذربايجان په پلازمېنې باکو کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو (کوپ۲۹) سرمشريزې کې ګډون او وينا کړې ده.

په دغې غونډې کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو مشرانو هم ګډون کړی و.

دينګ شوي شيانګ يادې غونډې ته په وينا کې ویلي، نړيواله اقليمي اداره بايد د ګډو خو بېلو دندو پر اصل ترسره شي او په خبره یې، پرمختللي هېوادونه باید په دې برخه کې لا ټينګ هوډ وښيي او زياتې کړنې باید ترسره کړي.

نوموړي د ساري په توګه ويلي، پرمختللي هېوادونه باید د کاربن د لږې ايستنې دنده له نورو مخکې پرغاړه واخلي او د کاربن خنثی کول باید له ټاکلي وخت مخکې پوره کړي او مخ پر ودې هېوادونه باید تر خپلې وسې پورې اړوندې هڅې وکړي.

نوموړي د اقلیمي بدلون مسئلې د هواري اصلي لار د پرمختيايي موډل چورلټ بدلون بللی او ويلي يې دي، نړيواله ټولنه بايد په ګډو هڅو او مساوي، منظمو او عادلانه لارو چارو د انرژۍ په جوړښت کې بدلون چټک کړي، د نوې انرژۍ د صنعتي ځنځير ثبات باید وساتي، د زرغونو توليداتو او ټکنالوژۍ کارول او پرمختګ باید پرمخ بوزي او د نوي کيفيت توليدي ځواک باید چټک وروزي.

دينګ شوي شيانګ مالي ملاتړ او ټیکنالوژي له اقلیمي بدلون سره د مقابلې د وړتیا د لوړولو لپاره اړين بللي او په وينا یې، پرمختللي هېوادونه باید له پرمختیايي هېوادونو سره مالي ملاتړ او د ټیکنالوژۍ لېږد ګړندی کړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې د کوپ ۲۹ سرمشريزه په راتلونکي پړاو کې نړیوالو اقلیمي عملياتو ته د باور او تضمين د برابرولو په پار زياتې پانګې راغونډې کړي.

دينګ شوي شيانګ زياته کړې، چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکورې په لارښوونې د پاکې او ښکلې نړۍ د ابادۍ او ساتنې لپاره ګډ کار وکړي.