د سوډان د بشري مرستو کمېټې د نومبر په ۱۳مې نېټې ويلي، په دغه هېواد کې د پر له پسې نښتو له امله د روان کال تر اکتوبر پورې د بشري مرستو د غوښتنونکو شمېر ۲۸.۹ ميليونو ته رسېدلی، چې پکې ۱۶.۹ ميليونه وګړي یې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د سوډان د بشري مرستو او بيړنيو حالاتو غونډه په همدې ورځ د دغه هېواد په ختيځ سوډان بندر ښار کې ترسره شوه.
د سوډان د بشري مرستو کميشنر بېياني دغې غونډې ته ويلي، د وسله والو نښتو له پېښېدو مخکې په دغه هېواد کې کابو ۱۵.۸ ميليونه وګړي د بشري مرستو غوښتونکي وو، چې ۸۰ او ۱۷ سلنه يې د دارفور او کوردوفن اوسېدونکي وو.
د نوموړي په وینا، اوس په سوډان کې کابو ۱۶.۳ ميليونه وګړي هېڅ بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.