د خبر له مخې، امریکا به په فيليپين کې د منځني واټن ويشتونکو توغنديو سيستم ځای پر ځای کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د نومبر په ۱۴مه نېټه په دې اړه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، هېواد يې څو څو ځلې خپل دريځ څرګند کړی. هغه د فيليپين هغه کړنه لمسون کوونکې او خطرناکه بللې ده، چې په خپل هېواد کې د منځني واټن توغنديو سيستم ځای پر ځای کوي. د هغه په وينا، فيليپين غواړي د نورو بهرنيو ځواکونو په همکارۍ سيمه ييز کړکېچونه رامنځته کړي او جغرافيايي مقابلې او پوځي سيالۍ را پيدا کړي. هغه زياته کړې، چې د فيليپين ياده کړنه به د خپل هېواد او د جنوب ختيځې اسيا د بېلابېلو هېوادونو خلکو، تاريخ او سيمه ييز امنيت ته زيانونه ورسوي.