امريکايي شخصيتونو له چين سره د نظرتبادلو او تګ راتګ د دوام غږ پورته کړی
CMG2024/11/14 10:11:41
شريکول:

په امريکا کې د چين انسټيټيوټ په نوم د دغه هېواد يو غير حکومتي سازمان د نومبر په ۱۲مې نېټې د امريکا او چين د اړيکو په اړه غونډه ترسره کړې او ګډونوالو يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظرتبادلې او تګ راتګ د دوام غږ کړی دی.

د امريکا پخواني مرستيال خارجه وزير او د کيسنجر ټولنې پخواني مرستيال روبرټ هورمتس يادې غونډې ته ويلي، امريکا او چين بايد د ښوونې، ګرځندوی او کلتور په شمول ډېرو برخو کې زياتې نظرتبادلې وکړي، څو خپلمنځي متقابل باور يې بيا رامنځته او پر سمې لارې ګامونه پورته کړي.

نوموړي ويلي، د اقليمي بدلون، طب، ښوونې او پانګونې په برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ به نړۍ ته ښکلا ورکړي.

د امريکا اېم اېس سي ايي(MSCI) شرکت د بورډ کمېسيون لومړي اجرائيوي مشر هنري فېرنندېز د خپلې وينا په ترڅ کې د امريکا او چين اړيکې د اوسنۍ نړۍ تر ټولو اغېزمنې دوه اړخيزې اړيکې بللي او څرګنده کړې يې ده، چې د سوداګرۍ، پانګونې، ښوونې او کلتور اړيکو ژورتيا به دواړو هېوادونو ته ګټې ورسوي او په خبره یې، د اقليمي بدلون په شمول نړيوالې ننګونې د امريکا او چين له همکاريو پرته نشي حل کېدای.

په يادې غونډې کې د امريکا له بېلا بېلو سيمو څخه راغلو څه باندې ۲۰۰ تنو ګډون کړی و.