سروې: د چين فعاليتونه د نړۍ اقليمي چارې هڅوي
CMG2024/11/15 15:14:26
شريکول:

سي جي ټي اېن او د چين ولسي پوهنتون د نوې زمانې د نړيوالو خپرونو انسټيټيوټ له لارې د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې ګډه سروې ترسره کړې او ۷۶۵۸ کسان يې پکې پوښتلي دي.

د سروې ۸۳ اعشاريه ۵ سلنه ګډونوالو د نړۍ د اقليمي چارو د ادارې په برخه کې د چين هڅې او خدمتونه ستايلي او دا نظر یې ښودلی، چې دغه هېواد د اقليمي بدلون په مقابل کې رغنده فعاليتونه ترسره کړي او د ښکلې او پاکې نړۍ د ابادۍ لپاره يې د باور او ځواک فضا برابره کړې ده.

چين په دې وروستيو کلونو کې زرغون پرمختګ هڅولی او په ۲۰۲۲م کال کې يې د کاربن د ايستنې اندازه د ۲۰۰۵م کال د ورته اندازې په پرتله ۵۱سلنه ټيټه شوې ده.

شمېرې ښيي، د ۲۰۲۳م کال تر جون پورې په نړۍ کې له نيمايي څخه ډېر د پاکې انرژۍ موټر په چين کې کارول شوي او د دغه هېواد د بادي او لمريزې انرژۍ ظرفيت لومړی نړيوال ځای نيولی دی.

په چين کې د ځنګلو پراخوالی له مسلسلو څو کلونو راهیسې د زياتېدو په حال کې دی او د کرل شويو ځنګلونو پراخوالي لومړی نړیوال مقام خپل کړی دی.