د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د دولتي شورا مرستيال صدراعظم دينګ شوي شيانګ د نومبر له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې له اذربايجان څخه رسمي ليدنه وکړه.
نوموړي په پلازمېنې باکو کې د اذربايجان له ولسمشر الهام حیدر اوګلو علي یف او مرستيال صدارعظم شاهين مصطفی يف سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.
دينګ شوی شيانګ له اذربايجاني چارواکو سره په خبرو کې په اشارې ويلي، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په جولای کې په استانا کې د اذربايجان له ولسمشر الهام حیدر عالي یف سره په ليدنې کې د دواړو هېوادونو اړيکې ستراتيژيکو همکاریزو اړيکو ته پورته کړي او هوکړه یې کړې، چې خپلمنځي سياسي باور به دوامدار ټينګ وساتي او د دواړو هېوادونو اړيکې به نورې هم وغوړوي.
نوموړي ويلي، چين به له اذربايجان سره سياسي لارښوونې پياوړې او هراړخيزې همکارۍ به ورسره نورې هم ژورې کړي.
دينګ شوي شيانګ اذربايجاني چارواکو ته مبارکي ويلې، چې د باکو د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون کنفرانس يې په برياليتوب ترسره کړی او زياته کړې يې ده، چين به له اذربايجان سره د ښکلې کرې د ابادۍ او د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ لپاره ګډ خدمتونه وکړي.