د چین او روسیې د قانون ادارې د امنیت همکاریز سیسټم ۹مه غونډه ترسره شوه
CMG2024/11/15 15:58:49
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او د قانوني چارو کمېسیون مدیر چن ون چینګ د نومبر په ۱۳مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د روسیې د فدرالي امنیتي کنفرانس له سیکرټر سیرګي شویګو سره لیدلي او په ګډه یې ورسره د چین او روسیې د قانون ادارې د امنیت همکاریز سیسټم د ۹مې غونډې مشري کړې ده.

رئیس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمیر پوتین په دې وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د هراړخیزو ستراتېژیکو همکاریزو اړیکو د ټينګښت په پار مهمو نظریو ته رسیدلي دي.

سږ کال د چین او روسیې د سیاسي اړیکو د ټينګښت له ۷۵ کلیزې سره برابر دی.

چن ون چینګ ویلي، چین به له روسیې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظریې پلې او خپلمنځي اړیکې به ورسره نورې هم ټينګې کړي.

شویګو ویلي، روسیه غواړي له چین سره د قانون ادارې د امنیت په برخه کې همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د دواړو هېوادونو امنیتي ګټې به وساتي.