د سراسري جنوب د فکري مرکزونو همکاريز اتحاد جوړ شو
CGTN2024/11/15 15:26:21
شريکول:

د سراسري جنوب د فکري مرکزونو دوهم ډيالوګ د نومبر په ۱۴مې نېټې په نان جينګ ښار کې ترسره شو.

د دغه ډيالوګ د ترسره کېدو په درشل کې د چين د کمونېسټ ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو څانګې، د چين ميډيا ګروپ، د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ،‌ تسينګهوا پوهنتون،‌ فودان پوهنتون، ژن مين پوهنتون‌ او د چين او بهرنيو هېوادونو شاوخوا د ۲۰۰ فکري مرکزونو او پوهنتونونو په ګډې همکارۍ د سراسري جنوب د فکري مرکزونو د همکاريز اتحاد د جوړېدو اعلان کړی دی.

د سراسري جنوب د فکري مرکزونو د همکاريز اتحاد موخه دا ښودل شوې، چې د روسيې په کازان ښار کې د برېکس + د مشرانو ډيالوګ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مهم وړانديز ته د عمل جامه واچول شي او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې او ادارې زده کړې پياوړې شي.

 د سراسري جنوب د فکري مرکزونو په دوهم ډيالوګ کې د برازيل، روسيې،‌ هند،‌ جنوبي افريقا او مصر په شمول څه باندې د ۱۰۰ مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو د فکري مرکزونو پوهانو، حکومتي او ګوندي استازو او د چين د اړوندو څانګو، پوهنتونونو او فکري مرکزونو استازو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ کسانو ګډون کړی و.