شي جين پينګ د پيرو له ولسمشرې سره ولیدل
CMG2024/11/15 08:49:50
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مې نېتې د پيرو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغه هېواد له ولسمشرې دينا بورورات سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو ورسره غږېدلی دی.

شي جين پينګ وویل، د چين او پېرو پر ډيپلوماتيکو اړيکو ۵۳ کاله اوښتي، چې په درشل کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې اړيکې ډېرې ټينګې شوې دي.

نوموړي په اشارې ویلی، د چين او پيرو ترمنځ د سوداګريزو معاملو عمومي اندازه د پخوا په نسبت ۱.۶ چنده لوړه شوې، په پيرو کې د چيني تصديو پانګونې دوه چنده زیاتې شوي او د دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ تړون هم بشپړ شوی دی.

د چين او پيرو يادو چارو د دواړو هېوادونو خلکو ته د پام وړ ګټې رسولې دي.

شي جين پينګ ويلي، چين له پيرو سره دوديزې دوستۍ او د خپلمنځي همکاريو پراخو امکاناتو ته ډېر اهميت ورکوي او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ نوې کچې ته ورسيږي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

رئيس شي جين پينګ د دغه سفر په ترڅ کې له ولسمشرې دینا بورورت سره په ګډه د چانکای بندر د پرانيستلو په انلاين مراسمو کې ګډون وکړ.

چانکای بندر د کمربند او لارې د ابادۍ په برخه کې د چین او پیرو يوه لویه بريا ګڼل کېږي.