د چین دولت رئیس شي جين پینګ د نومبر په پنځلسمې نېټې د کفوسيوس پوهنځي د جوړېدو د شلمې کالیزې په وياړ د چيني ژبې د ۲۰۲۴م کال نړیوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، د چيني ژبې درسونه په ګردې نړۍ کې د هر کلي وړ ګرځېدلي، چې د ورخلاصون، ټولشموليت، تجربوي ارزښت او همکاريو له لارې د ګډو بريالیتوبونو د لټون د روحيې او هم د چينايي او بهرنيو شخصيتونو د هڅو ښکارندويي کوي.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې ياده غونډه به د ګردۍ نړۍ د ملتونو د پيوستون د پياوړتيا او د اړوندو خواوو د ګډو نظريو د راټولو له لارې د ژبو، تفاهم او متقابل باور او د تمدنونو د متقابلو زده کړو پل جوړ کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره نوي خدمتونه وکړي.
دغه غونډه د پيوستون، ميراث او نوښت په سرليک د چين د پوهنې وزارت په کوربتوب په بېجینګ کې ترسره شوه، چې پکې د نړۍ د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو او سيمو ۲ زرو حکومتي چارواکو، د ښوونځيو مشرانو، کارپوهانو، د ښوونکو او زده کوونکو استازو او په چين کې د ګڼو هېوادونو ډيپلوماتانو ګډون کړی و.
غاټول