د اسرائيل د بهرنيو چارو نوي وزير ګيډيون سار د نومبر په ۱۴مې نېټې د خپلې لومړۍ کاري ورځې په ماښام د امريکا له بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره ټليفوني خبرې کړي او د ايران، غزې او لبنان پر مسئلو يې ورسره بحثونه کړي دي.
د خبر له مخې، د اسرائيل صدراعظم بنيامين نيتانياهو د روانې مياشتې په ۵مې نېټې د دغه هېواد دفاع وزير يواف ګالانت له دندې ګوښه کړی او لامل یې د دوی ترمنځ د باور نشتوالی ښودل شوی دی.
نتانياهو د اسرائيل بهرنيو چارو وزیر اسرایيل کاتز د دفاع وزیر په توګه ټاکلی او نوموړی یې د لیکود ډلې باوري کس بللی دی او د ښي اړخي سیاسي ګوند مشر ګیډیون سار یې بیا د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکلی دی.