د چين د هوايي او فضايي چارو پنځلسم نړيوال نندارتون اوسمهال د ګوانګ دونګ ولايت په جو های ښار کې روان دی، چې د نړۍ د بېلا بېلو سيمو د نندارچيانو پاملرنه یې راجلب کړې ده.
د چين د هوايي او فضايي چارو لومړی نړيوال نندارتون په ۱۹۹۶م کال کې په جو های ښار کې ترسره شو، چې سږنی یې ۲۸ کلن نندارتون دی او د هوايي او فضايي چارو د ۵ مهمو نړيوالو نندارتونونو په لېست کې يې ځای نيولی دی.
په ټيټې فضا کې د چين لومړۍ هوايي کرښې ( جو های - يانګ جيانګ – لو دينګ) لومړی پرواز په ۲۰۱۴م کال کې په جو های کې ترسره شو.
د هوايي او فضايي چارو، عمومي هوايي چلند او ډرونونو ۷۸ تصديو د جو های ښار عمومي هوايي چلند بشپړ صنعتي ځنځير جوړ کړی دی.
عکسونه:
۱ـ د نومبر په ۱۲مې نټېې، د چين د هوايي ځواکونو د الوت ډله د چين د هوايي او فضايي چارو په پنځلسم نړيوال نندارتون کې د نندارې په حال کې ده.
۲ـ په ۱۹۹۶م کال کې، د چين د هوايي او فضايي چارو د لومړي نړيوال نندارتون د پيل مراسم
۳ـ د ۲۰۱۴م کال د جون په ۲۶مې نېټې، په ټيټې فضا کې د چين د هوايي کرښې لومړی پرواز په جو های ښا کې پيل شو.
۴ـ د ۲۰۲۴م کال د مارچ په ۳۰مې نېټې، ډرون د يوې بستې په بار له جو های څخه د شن جن په لوري د الوت په حال کې دی.