د چين او پيرو مشرانو د چانکای بندر د پرانيستلو اعلان وکړ
CMG2024/11/15 11:13:02
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د پيرو ولسمشرې دينا بورورت د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماښام د پيرو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چانکای بندر د پرانيستلو په انلاين مراسمو کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ او مېرمن دينا بورورت په يادو مراسمو کې د دواړو هېوادونو د ترافيکي او ټرانسپورټي چارو د چارواکو راپورونه واوريدل او د چانکای بندر ويډيو يې وکتله.

په دغه بندر کې د چين او پیرو استازو د دواړو هېوادونو مشرانو ته د بندر د پرانيستلو وړانديز وکړ او ورپسې دواړو مشرانو په ګډه د دغه بندر د پرانيستلو اعلان وکړ.

شي جين پينګ د چانکای بندر د پرانيستلو په پار د دواړو هېوادونو خلکو ته مبارکي ويلي او د بندر کارکوونکو ته یې درناوی څرګند کړی دی.