د امريکا خبري رسنيو د نومبر په ۱۳مې نېټې ويلي، د دغه هېواد جمهوري غوښتونکي ګوند د استازو جرګې څه باندې نيمه برخه څوکي ترلاسه کړي او د دغې جرګې اکثريت يې خپل کړی دی.
جمهوري غوښتونکی ګوند به د امريکې پر مشرانو او استازو جرګو کنټرول ولري او د نوی منتحب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلارې به په اسانۍ پلې کړي.
جمهوري غوښتونکي ګوند د استازو جرګې له ۴۳۵ څوکيو څخه ۲۱۸ څوکۍ ترلاسه کړي او له دې مخکې يې د مشرانو جرګې اکثريت څوکۍ هم خپلې کړې دي.