اروپايي کمیسیون د نومبر په ۱۵مې نېټې د ۲۰۲۴ م کال د منۍ موسم د اقتصاد لرليد په تړاو راپور خپور کړی چې له مخې يې د اروپايي ټولنې اقتصاد د پرمختيایي انډول تر اوږدمهال ځنډ وروسته اوس د اعاده کېدو او ودې په حال کې دی، په ورته وخت کې د پيسو پړسوب هم ورو شوی دی. خو د جيوپوليتيک عواملو او جوړښتي ننګونو د موجوديت له کبله د يادې ټولنې راتلونکي اقتصاد د بې ثباتۍ عوامل او د پرمختيا انډول د ټيټوالي ننګونې مخ په زياتېدو دي.