پوتين د المان له صدراعظم سره تليفوني خبرې وکړې
CGTN2024/11/16 11:35:50
شريکول:

د روسيې د ولسمشر وېبپاڼې د نومبر په ۱۵مې نېټې خبر ورکړی چې ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ د المان له صدراعظم شولتز سره تليفوني خبرې وکړې او ورسره يې د اوکراين د وضعيت، د روسيې او المان ترمنځ د اړيکو او د منځني ختيځ د وضعيت په باب بحثونه وکړل. دا د ۲۰۲۲ م کال له دسمبر راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ لومړۍ تليفوني خبرې دي.

پوتين په خپلو خبرو کې ويلي چې هېواد يې هېڅکله د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو د له منځه وړلو لپاره سياسي او ډيپلوماتيکې لارې چارې نه دي رد کړې او له اوکراين سره د خبرو اترو د بيا پيل په هکله پرانيستې رويه غوره کوي.

له المان سره د اړيکو د يادونې په ترڅ کې هغه ويلي چې د روسيې او المان ترمنځ د اړيکو بېلا بېلې برخې په بې ساري ډول ترینګلې شوې دي.