چین او پېرو د ازادې سوداګرۍ د لوړې کچې پرتوکول لاسلیک کړ
CMG2024/11/16 11:04:59
شريکول:

د چین سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۱۵مې نېټې خبر ورکړی، چې وزیر وانګ ون تاو او د پېرو د بهرنۍ سوداګرۍ او سیلانۍ وزیر ورسوله لیون په پلازمېنې لیما کې د چین او پېرو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د لوړې کچې پرتوکول لاسلیک کړی‌ دی. 

چین او پېرو د ۲۰۰۹م کال په اپریل کې د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی او د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې یې د یاد تړون د کچې پر لوړولو بحثونه پیل او د روان کال په جون کې یې بشپړ کړل. 

د چین او پېرو په لوړې کچې پرتوکول کې د توکو د اصلي تولیدي ځایونو د مقرراتو، د ګمرکي ګامونو، د پوهنې ملکیت حق او د خدمتي سوداګرۍ په شمول د ۷ برخو محتویات  شامل دي او د تګلارو، انلاین سوداګرۍ او د ګردې نړۍ د غرضې ځنځیر په شمول ۵ نورې  برخې هم ورزیاتې شوې دي.