د شي جين پينګ د خوښې د کلاسیکو کیسو وېډيويي پروګرامونه د پیرو په رسنیو کې خپاره شول
CMG2024/11/16 15:53:28
شريکول:

په داسې حال کې چې د چین دولت رئیس شي جين پينګ د ايپېک سازمان د مشرانو په ۳۱مه غیر رسمي غونډه کې د ګډون لپاره پیرو ته تللی او له دغه هېواد څخه رسمي لیدنه کوي، د ((شي جين پينګ د خوښې کلاسیکې کیسې)) درېیمې برخې پروګرام په هسپانوي ژبې د پیرو په لویو رسنیو کې د خپرېدو مراسم د نومبر په ۱۵مه نېټه د پیرو په پلازمېنه  لیما کې ترسره شول.

د پیرو ولسمشرې دینا بوروارت په ویډيويي وینا سره دغو مراسمو ته مبارکي وویله او په خبرو کې یې د رئیس شي جين پينګ د سفر تود هرکلی وکړ. هغې وویل، د یادو پروګرامونو د پیرو په لویو رسنیو کې په خپرېدو سره به د چین او پیرو ترمنځ د کلتور او هنر د تبادلې سویه لا نوره هم لوړه شي او د پیرو خلکو په تېره بیا ځوانانو ته د چین د لرغوني تاریخ د پوهېدو یو پل رامنځته کېږي.

دغه ویډيويي پروګرامونه د چین مېډیا ګروپ لخوا جوړ شوي، چې د دې ګروپ مشر شن های شيونګ د پیرو د کلتوري چارو وزیر، د پیرو د ملي ټلویزیون شرکت اجرائيوي مشر په شمول  د مختلفو ټولنو نږدې دوه سوه تنو په یادو مراسمو کې برخه ولرله.