د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د جي شل هېوادونو د مشرانو په ۱۹مه سرمشريزه کې د ګډون لپاره برازيل ته لاړ شي او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي. د برازیل ولسمشر لويز لولا سيلوا په دې وروستيو کې په خپلې ماڼۍ کې د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې ده.
لولا وويل، برازيل ته د رئيس شي جین پینګ دغه سفر ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې تر ټولو مهمه ليدنه وي. برازیل او چین ګډ افکار لري او په خپلو اړوندو برخو کې له يو بل څخه د زده کړې هيله لري. دغه ليدنه د برازيل او چين ترمنځ د همکاريزو اړيکو انعکاس دی، دواړه هېوادونه به د خپلمنځي اړيکو پرمختيا ته لا دوام وکړي.