شي جين پينګ د تايلنډ له صدراعظمې پيتونګتارن شينواترا سره ولیدل
CMG2024/11/16 10:53:24
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د پېرو په پلازمېنې ليما کې د ايپيک د مشرانو د غير رسمي غونډې په څنډې کې د تايلنډ له صدراعظمې پيتونګتارن شينواترا سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږیدلي دي.

شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې له ټاينلډ څخه ليدنه کړې وه او د دغه هېواد له مشرانو سره د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې پر جوړولو مهمو ګډو نظريو ته رسیدلی و.

شي جين پينګ چين او تايلنډ نژدې دوستان او ښه ګاونډي هېوادونه یاد کړي او باور یې ښودلی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به همکارۍ نورې هم فعالې شي او خلکو ته به ګټې ورسوي.

راتلونکې کال به د چين او تايلنډ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۵۰مې کليزې يعنې د دواړو هېوادونو د دوستۍ طلايي کالونو سره برابر وي.

چين به له تايلنډ سره عنعنوي دوستي پراخه او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ پياوړې کړي.

مېرمن پيتونګتارن شينواترا نړيوال او سيمه ييز حالات ډېر ترينګلي ياد کړي او د چين نړيوال وړاندیز یې د نړيوالې ټولنې د يووالي او همکاريو د پياوړتيا لپآره ګټور بللی دی.

نوموړې چين د تايلنډ ښه ملګری یاد کړی او د بېوزليتوب د له منځه وړلو په شمول ځينو برخو کې یې د چين چارې ستایلې دي.