د عراق ځواکونو څلور داعش وسله ال وژلي دي
CGTN2024/11/17 11:58:51
شريکول:

د عراق د ائتلافي عملياتو د قوماندانۍ امنيتي مطبوعاتي مرکز د نومبر په ۱۶مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي چې ځواکونو يې په همدې ورځ د هېواد په شمال کرکوک ولايت کې په پوځي عملیاتو کې څلور داعش وسله وال وژلي دي.

اعلاميه وايي چې ځواکونو يې په دې ولایت کې د څلورو تنو داعش وسله والو څخه جوړه شوې يوه ډله څارلې او د همدې ورځې په مازديګز يې د دقيقو استخباراتي معلوماتو له مخې پرې هوايي بريد کړی او څلور وسله وال يې وژلي او پټنځای يې هم ويجاړ کړی دی.