د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایپیک د ۲۰۲۶م کال د کوربتوب په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکړ
CMG2024/11/17 11:42:50
شريکول:

چین به په ۲۰۲۶م کال کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان یعنې ايپیک د مشرانو د غونډې کوربه وي .

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نومبر په ۱۷مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، ايپيک د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصاد مهم همکاریز نظام دی. چین تل د دې سازمان د غړو تر منځ همکارۍ ته جدي پاملرنه کړې او په ۲۰۰۱م او ۲۰۱۴م کال کې یې د ايپيک د مشرانو غونډې کوربتوب کړی او په ۲۰۲۶ کال کې به د درېیم ځل لپاره دغه دنده پر غاړه واخلي.

چین به په دوامداره توګه د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډې ټولنې او د ازادې سوداګرۍ ناحیې جوړونه پرمخبوزي چې د یادې سیمې او حتی نړۍ د اقتصادي ابادۍ لپاره خدمتونه ترسره کړي.