چین به په ۲۰۲۶م کال کې د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د غير رسمي سرمشريزې کوربه وي
CGTN2024/11/17 09:01:05
شريکول:

د  چين دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په ۱۶مې نېټې د اسيا او ارام سمندري سیمې د اقتصادي همکاريو سازمان په۳۱مې غير رسمي سرمشريزې کې اعلان کړی، چې هېواد به يې په ۲۰۲۶م کال کې د دغه سازمان د غير رسمي سرمشریزې کوربه وي او له اړوندو خواوو سره به په ګډه د سيمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاپياوړې کړي او خلکو ته به یې ګټې ورسوي.