په ليما کې د چین او پېرو کلتوري فعاليت ترسره شو
CGTN2024/11/17 09:10:20
شريکول:

د چین او پيرو د انساني تګ راتګ او کلتوري نظرتبادلې فعاليت د نومبر په ۱۵مې نېټې په پلازمېنې ليما کې د ايپېک د غير رسمي سرمشريزې په درشل کې ترسره شو.

دغه فعاليت د چین ميډيا ګروپ، د پيرو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتيژيکې خپرونې او مطبوعاتو سکتريت او د دغه هېواد د راډيويي او ټلويزیوني ګروپ په کوربتوب ترسره شوی دی.

د پېرو ولسمشرې دينا بورورات ياد فعاليت ته په وينا کې د ډېرو لاسته راوړنو په پار مبارکي ويلې ده.

د معلوماتو له مخې، په دغه فعاليت کې د پېرو د کلتور وزير او د راډیويي او ټلويزيوني ګروپ د اجرايوي رئیس په شمول د دغه هېواد د سياسي، اقتصادي، کلتوري، علمي او رسنیزو برخو نږدې دوو سوو کسانو ګډون کړی و.