ایرنا(IRNA) خبري اژانس د نومبر په ۱۶مې نېټې خبر ورکړی چې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير ګلوسي ايران ته په سفر کې له مهمو اټومي تأسيساتو څخه ليدنه کړې ده.
د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان له ګلوسي سره په لیدنه کې پر دې ټينګار کړی چې د هېواد د مذهبي مشر د فرمان له مخې ايران به په هرو لارو چارو د اټومي وسلو د جوړولو لپاره ډېرې هڅې ونه کړي او غواړي چې د اټومي انرژۍ له نړيوالې اېجنسۍ سره همکارۍ وکړي او د ايران پر اټومي عملونو د نړيوالې ټولنې شکونه به لرې کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير سیدعباس عراقچي هم له ګلوسي سره په کتنه کې ويلي چې د نظريو توپيرونه د همکاريو او ډيالوګ له لارې حل کېدای شي. ده ویلي، ایران غواړي د خپلو ملي ګټو او حقونو پر بنسټ له اړوندو خواوو سره خبرې اترې وکړي او نه غواړي چې د فشارونو او ګواښونو پر وړاندې ور سره مذاکرات وکړي.
د خبر له مخې ګلوسي د نومبر په ۱۴مه د ایران د اټومي انرژۍ سازمان له رئیس محمد اسلامي سره تخنيکی خبرې اترې هم وکړې.