موږ د دې شاهدان يو، چې له چانکار بندر څخه تر شانګهای ښار پورې نوې لارې پرانيستل شوې. دا په پيرو کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز د عملي کېدلو يوه نښه ده او په نوې زمانه کې له اسيا څخه تر لاتينې امريکا پورې نوې ځمکنۍ او سمندري لارې هم دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د پيرو ولسمشرې دينا بورورت د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماښام د پيرو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چانکای بندر د پرانيستلو په انلاين مراسمو کې ګډون وکړ. شي جين پينګ وويل، د چانکای بندر په نوې زمانه کې د انکا لرغونې لارې نوی پيل ګرځيدلی دی.
دا له پيرو څخه د رئيس شي جين پينګ درېیم ځل رسمي لیدنه ده، او له یو کال راهیسې درېيم ځل هم دی، چې د دواړو هېوادونو مشران سره کتنه کوي.دوی په ګډه د چانکای بندر د پرانيستلو په انلاين مراسمو کې ګډون کړی، چې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د عنعنوي دوستۍ شاهدان واوسي.
د انکا اصلي اوسېدونکو ۵۰۰ کاله مخکې د انديس غرونو لړۍ له جنوب څخه تر شمال پورې د انکا لرغونې لاره جوړه کړه. اوسمهال د چين او پيرو لخوا په ګډه جوړه شوې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په رڼا کې د نمنوي پروژې په توګه د چانکای بندر د انکا لرغونې لارې ته نوې انرژي او پيرو ته د پرمختګ نوی فرصت برابروي.
د چانکای بندر د پيرو پلازمينې ليما شمال ته په شاوخوا ۸۰کيلومترۍ کې موقعيت لري، يو وړتیا لرونکي بندر ګڼل کېږي چې له يوې خوا د جنوبي امريکا لويې وچې او بله خوا ارام سمندر سره وصلوي. د دغه بندر د لومړۍ دورې پروژه په ۲۰۲۱م کال کې جوړه شوه، چې پکې د ۱۸۰۰۰معياري کانتينرونو بار وړونکې لويې بيړۍ درېدلی شي او په نږدې وخت کې د هر کال لپاره د يو ميليون کانټینرونو او په راتلونکې کې د یو ميليون او ۵۰۰زره معياري کانتينرونو د ليږد راليږد کارونه ترسره کولای شي. دا به په دې ځمکنۍ او سمندري لارې کې د اسيا او لاتينې امريکا تر منځ د نښلولو په بهير کې د پيرو د دروازې په توګه رول ولوبوي.
په هسپانيوي ژبه کې د چانکای تلفظ شانګهای ته ورته دی، نو له چانکای څخه تر شانګهای پورې کلمه مروج شوه او له دې څخه څرګندېږي، چې خلک د نوې ځمکنۍ او سمندري لارې جوړېدو ته په تمه دي. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د لاتينې امريکا د انسټيټيوټ څيړونکي جو وې وويل، د دغې نوې لارې له نوي مقام څخه ښکارېږي، چې چين او پيرو د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د نوې جوړښت پېژني او پيرو د اسيا او ارام سمندر سيمه کې له چيني پراخ بازار سره د نښلولو فعالې غوښتنې لري.
دغه نوي مقام دوه ټکي لري: د چانکای بندر د لومړۍ دورې له پروژې وروسته به له پيرو څخه تر چين پورې د سمندر په وسيله د ليږلو وخت ۲۳ورځو ته راکم شي او د ټرانسپورټ اصلي لګښت به څه د پاسه ۲۰سلنه کم شي، چې هر کال به پيرو ته ۴ميليارډ ۵۰۰ميليونه ډالر ګټه ورسوي او څه باندې ۸۰۰۰ کاري فرصتونه به رامنځته شي. برسيره پر دې، د چانکای بندر د تونل له لارې له پان امريکن چټک سړک سره نښلول کېږي، چې پلازمينې ليما ته رسېږي، د پيرو او د لاتينې امريکا له بېلا بېلو هېوادونو سره نښلول کېږي، تر څو د سمندر له غاړې څخه تر داخلي ځمکې پورې، له پيرو څخه د لاتينې امريکا تر نورو هېوادونو پورې د تګ راتګ او ټرانسپورټ جمع شکل رامنځته شي، دغه راز د لاتينې امريکا او د کاريبين سيمې د همه شموله پرمختګ او د يو ځايښت ابادۍ ته به وده ورکړي شي.
په همدې وخت کې د چانکای بندر د زرغون پرمختګ پر لوري بندر دی. په دې پروژه کې له حيواناتو سره د مرستې، د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي او د ځايي اقتصاد د دوامدار پرمختګ په شمول يو لړ کارونه ترتيب شوي دي. دا لیدل کېږي چې د چانکای بندر نه يوازې په نوې زمانه کې د انکا لرغونې لارې پيلامه ده، بلکې د لاتينې امريکا د خلکو د نيکمرغه ژوند نوی پيل هم دی. لکه څنګه چې ځايي اوسيدونکي داسي وايي: لا ښه راتلونکی به اباد شي.