په داسې حال کې چې د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د نومبر په ۱۷مه نېټه د جي شل ډلې په ۱۹مه سرمشریزه کې ګډون کوي او له برازیل څخه رسمي لیدنه کوي، د دغه هېواد د ساو پاولو(Sao Paulo) په نوم ورځپاڼې د شي جين پينګ يوه ليکنه خپره کړې چې عنوان یې دی(چین او برازیل ټینګه دوستي لري او خپلمنځي همکارۍ یې مخ په ژورتیا دي).
شي جين پينګ په دغه لیکنه لیکلي، د چین او برازیل ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټینګیدو له ۵۰ کلونو راهیسې، اړیکې یې ډېرې نړیوالې ننګونې تېر کړې او د دواړو هېوادونو پرمختګ یې ډېر هڅولی او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره یې فعال خدمتونه کړي چې د لويو پرمختیايي هېوادونو د همکارۍ یوه ښه نمونه یې جوړه کړې ده. چین غواړي له برازیل سره سیاسي باور نور پياوړی کړي، په مختلفو برخو کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ نورې ژورې کړي چې د عدالت او مساواتو پر لوري د نړیوالې ادارې حرکت وهڅوي او د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره په ګډه رول ولوبوي.