سروې: د نړۍ پرمختیايي هېوادونه د نړیوالې ادارې په اړه د چين ځواب ته په تمه دي
CMG2024/11/17 15:19:03
شريکول:

د یوې عادلانه نړۍ او د دواملرونکي پرمختګ هڅول د ۲۰۲۴م کال د جي شل ډلې د سرمشريزې عنوان دی. د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ په نظر، د جي شل ډلې غړي ټول د نړۍ او سيمې لوی هېوادونه دي او بايد د لويو هېوادونو مسئوليت پر غاړه ولري، د لارښوونې رول ولوبوي او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ لپاره هڅه وکړي، د انسانانو د ګټو او د نړيوال پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي. سي جي ټي اېن په نړۍ کې د انټرنيت کاروونکو سروې تر سره کړې او ګن شمېر کسانو د نړيوال اقتصاد پرمختګ او د اقتصاد د نړيوالې ادارې د بشپړتيا په چارو کې د چين د خدمتونو لوړه ستاينه کړې ده.

د سروې ۸۰اعشاريه ۹سلنه ګډونوالو دا نظر ښودلی، چې د جي شل ډله يو داسې ډګر دی، چې بېلا بېلې خواوې دې څو اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او د پرمختګ فرصتونه دې شريک کړي، دغه راز دې د نړيوالې ټولنې پر وړاندې له ننګونې سره ګډه مقابله وکړي.

د سروې ۹۲اعشاريه ۸سلنه ګډونوال دا نظر لري، چې چين د نړۍ د واحدې ادارې په ترڅ کې د جنوبي نړۍ د پرمختيايي هېوادونو د استازيتوب رول او حقونو لوړولو لپاره ستر خدمت کړی دی. د سروې ۹۱اعشاريه ۴سلنه ګډونوال دا نظر لري، چې چين د جنوبي نړۍ د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ او ګډې سمسورتيا په چارو کې مرکزي رول لوبولی او لوبوي يې.