(له لوی دیوال څخه تر مچپچو پورې) په نوم د چین مستند فلم د پېرو په پيرو کې خپور شو
CMG2024/11/17 17:16:49
شريکول:

د چین میډیا ګروپ لخوا جوړ شوی (له لوی دیوال څخه تر مچپچو Machu Picchu پورې) په نوم مستند فلم د خپرېدو او د کیوچوه Quechua ژبې د ټولنیزې رسنۍ د ځانګړې پاڼې د پرانیستلو مراسم د نومبر په ۱۵مه نېټه د پیرو په پلازمینې لیما کې ترسره شول.

لوی دیوال د چین مشهور لرغونی مکان دی او مچپچو هم د پېرو لرغونی  مکان دی.

د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ یادو مراسمو ته په خپله وینا کې وویل، دغه مستند فلم د چین او پېرو د خلکو تګ راتګ او د تمدنونو د تبادلې انعکاس دی. سربیره پر دې، د چین ميډیا ګروپ سي جي ټي ان په همدې ورځ د کیوچوه ژبې د ټولنیزو رسنیو ځانګړې پاڼه پرانیستله چې دغه ژبه ویونکو خلکو ته به د چین او نړۍ د پرمختګ په اړه مالومات وړاندې کوي.

د پېرو د سیاست، اقتصاد، ټولنې او رسنیو په شمول د ځینو ټولنو نږدې ۲۰۰ تنو په یادو مراسمو کې برخه واخیسته.